تالار مباحثات

دری و پشتو
صفحهء انگليسی
  صفحهء نخست 

 

نويسندگان

 

داکتر سليم مجاز

 

داکتر سالم اسپارتک

داکتر هارون اميرزاده

 

عظيم بابک

 

زرغونه منگل

 

داکتر پامير

 

غشتلی افغان

 

نويسندگان

 

نويسندگان

 

نويسندگان

 

نويسندگان

 
 

گزيدهء مقاله های هفته

 
 
 
 
 
 
 
 
 

                              د تجاوز نسبی مفهوم

 غښتلی افغان

ما تر اوسه داسی ګڼله چې تجاوز، خپلواکۍ،او أزادی د هغو مفاهېمو  له ډلې څخه دي چې بدلون  او تغېر نه مومي يعنې که متجاوز او اشغالګر هر نوم ولری اشغالګر دی او که د چا خپلواکۍ او آزادی ترېنه واخيستل شې نو هغه اسېر ، بنده او غلام دی.

د شوروی يرغل او ناتارهر چا د خپلی پوهی په کچه تحليل او ارزيابی کړاو ورسره وړ   کړه ئې وکړه،چا توپک ته لاس کړ ،چا قلم ته،او چا هم خپله کوڅه بدله کړه.

په دې لړ کې د وطنپالنې د ملي لوړ احساس لرونکو يو شمېرپوهانو  د يرغل او تجاوز د بربنډولو، شنډولو او طرد له پاره داسی مټې را بډوهلې او دومره څه ئې پری وليکل چې ځانونه ئې پری بنديان کړل او په دی سنګر کې ئې د علمبردارانو لوړ لقب تر لاسه کړ چې په دې لړ کې د پوهاند محمد حسن کاکړ،پوهندوی دکتور محمد عثمان روستار تره کې ، شکرالله کهګدای..... نومونه په غټو تورو د تارېخ په پاڼوکې کښل شوي دي. خو اوس ماته دا سوال تل سترګو ته دريږی چې د شوروی وهغه وخت او د امريکې د روان عمل توپيرپه څه کې دی؟  آيا دا تجاوز نه دی؟آيا اوس زمونږ آزادی او خپلواکی له منځه نه ده تللې؟ نو د پوهې او قلم د خاوندانو او په تېره له ياد شوو استادانو نه چې موضوع ئې په مسلکي لحاظ هم اختصاصي رشته ده زما پوښتنه داده چې ولې  ئې دا موضوع د تاريخ او حقوقو د علومو له نظره تر او سه ونه څيړله ؟چا او څه شي ئې د قلم ستونی ور ټېنګ کړی؟ او ولی خپل پرونی ګټلی ثواب د اوسنی سکوت په ګناه له منځه وړي؟

 په درناوی غښتلی افغان

مقالات پشتو اين سايت با فونت پشتو تحرير گرديده اند. برای داونلود ونصب خط پشتو به اينجا کليک کنيد:

خط پشتو